سرچینې: په خوست کي د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ جګړه سوې ده

ځايي سرچينې وايي، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کي پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او افغان لوري ترمنځ جګړه سوې ده.
د سيمي اوسيدونکي وايي، جګړه د یادي ولسوالۍ د پلوڅې په سيمه کي نن ماخوستن شاوخوا اته بجې پيل سوې چي شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی.
د دغه جګړې له امله د مرګ ژوبلي خبر تر اوسه نه دی ورکړل سوی او نه یې هم د لامل په اړه معلومات ورکول سوي دي.
چارواکو هم تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.