سر له ننه د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل سوه

د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس نن پر خپلي اېکس ‌پاڼي ویلي، د سالنګونو د لویي لاري د درېیو برخو د کانکرېټ اچوني چاري پیل سوې چي د چټکتیا په موخه به يې دا لار سر له ننه د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي، خو کوچني مسافر وړونکي موټر کولای سي تګ راتګ وکړي.

د دې وزارت په خبره، د کار تر بشپړېدو پوري به لار تړلې وي.

د سالنګ لویه لار د هيواد یو له مهمو سوادګریزو او اقتصادي لارو څخه ګڼل کېږي چي د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېني کابل سره وصلوي.

د دې لویي لاري د بیارغولو چاري تېر کال د ټولګټو چارو وزارت له ‌خوا پیل سوې او تمه ده چي سږ کال به پای ته ورسېږي.