سعودي عربستان د غزې په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کي ویلي، چي د فلسطین هیواد له جوړېدو پرته به هېڅکله د اسراییلو سره اړیکه ټينګه نهکړي.
ډونالډ ټرمپ تېره ورځ یوې خبري ناستي ته ویلي چي امریکا غواړي پر غزې ولکه ټينګه او فلسطینیان په نورو هیوادونو کي ځای پر ځای کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د فلسطینیانو برخلیک په تړاو د ریاض دریځ د مذاکرې وړ نهدی.
په خبرپاڼه کي له غزې پرته نورو سیمو ته د فلسطینیانو لېږد طرحه رد سوې او ټينګار سوی چي په دې اړه د یاد هیواد دریځ نهبدلېدونکی دی.
ټرمپ په ټينګار سره ویلي، چي امریکا به غزه خپله کړي او بیا به په امریکا پوري اړه ولري.