سعودي عربستان: په مکه مکرمه کي د حج سلګونه زره ناراجستر زیارت کوونکي راټول کړل سوي دي

د سعودي عربستان چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو یې د حج مراسمو په درشل کي له مکې مکرمې څخه د حج سلګونه زره ناراجستر زیارت کوونکي راټول کړي دي.
د حج پر مهال د ګڼه ګوڼي تنظیمول له عمده ستونزو څخه ګڼل کیږي، ځکه هر کال سلګونه زره کسان په دغو مراسمو کي برخه اخلي، تېر کال د ورغلو حاجیانو شمېر ۱ اعشاریه ۸ میلیونه بلل سوی.
په هغو کسانو کي چي له مسجد الحرام څخه لیري کړل سوي، یولک او ۵۳ زره ۹۹۸ بهرنیان هم شامل دي چي په سیاحتي ویزو عربستان ته تللي وه او د حج ویزې یې نه وې.
د سعودي عربستان دولتي اژانس خبر ورکړی چي چارواکو یولک ۷۱ زره ۵۸۷ نور ځايي کسان هم راټول کړي چي د مکې مکرمې اوسېدونکي نه وه او د حج اسناد یې نه درلودل.
ټاکل سوې ده چي د حج اصلي مراسم راروانه جمعه پیل سي.