عربي رسنیو راپور ورکړی، چي د یکشنبې په ورځ د حمل پر ۲۴ نېټه د پادشاه قل سلیماني په نوم افغان ئې د نشه یې توکو د قاچاق په تور اعدام کړی.
دغه رسنیو لیکلي دي، چي پادشاه قل سلیماني د هیروینو د قاچاق په تور څه موده وړاندي نیول سوی و، چي وروسته محکمې پر هغه باندي د اعدام حکم ورکړی او د یکشنبې په ورځ د مکې په ښار کي اعدام سوو.
د یادوني وړ ده چي په همدې ورځ دوه تنه افغانان په ایران کي هم د نشه یې توکو د قاچاق په تور اعدام سوي وه.