سلطان بن احمد: قطر د افغانانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو رئیس سلطان بن احمد العسیري د اروپايي ټولني د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کي د خپلو څرګندونو پر مهال ويلي دي، چي نړۍوال بشري سازمانونه او ادارې دي د زيانمنو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه وايي قطر د افغانانو ملاتړ جاري ساتي او نور هيوادونه دي هم په بشري برخه کي د افغانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
بايد وويل سي، چي د‌ بروکسل په ناسته کي د اروپايي ټولني د ادارو، غړو هيوادونو، خلیجي هيوادونو، د جي اووه ډلي شریکانو، ملګرو ملتونو، نړۍوال بانک، د مدني ټولني استازو او د نادولتي بنسټونو جګپوړو چارواکو ګډون کړی وو، چي د‌غونډي پرمهال ئې د افغانستان د وضيعت په اړه هم هر اړخيز بحث کړی وو.