سندرغاړی دین محمد غمخوار هم پاریس ته مسافر سو

د افغانستان مشهور سندرغاړی دین محمد غمخوار، چي د خپل خوږ ږغ او ملي احساس له امله د خلګو ترمنځ ځانګړی ځای لري پاریس ته رسېدلی دئ.
هغه د سفر پر مهال د یوشمېر ستونزو سره مخ سوی، خو اوس ئې تصمیم نیولي، چي خپل هنري فعالیتونو ته په فرانسه کي دوام ورکړي.


غمخوار چي د «کابل پر دې دنیا جنت یادیږي» سندري له امله شهرت لري وايي، چي د وطن مینه یې له زړه څخه نه ده وتلې.
هغه باور لري چي هنر کولای سي د کډوالۍ دردونه تسکین کړي او د افغان کلتور ږغ تر نړیوالو ورسوي.
دین محمد غمخوار هوډ لري چي د افغان موسیقۍ دودیز ارزښتونه ژوندي وساتي او د خپلو نوو سندرو له لاري د وطن دردونه او امیدونه بیان کړي.