د کندهار د سنو فارما درملو کمپنۍ اعلان کړی چي ډېر ژر به د عطرونو د تولید یوه عصري فابریکه فعاله کړي.
د دغې کمپنۍ مسوولین وایي چي افغانستان د عطرونو د جوړولو له پاره شاوخوا ۷۰ سلنه اصلي مواد لري او دا فابریکه به د عطرو جوړولو له پاره د هیواد د طبیعي بوټو او ګلانو څخه ګټه واخلي.
دوی زیاتوي، د عطرونو د تولید دا نوې فابریکه به نه یوازي د کورني بازار اړتیاوي پوره کړي، بلکي د صادراتو له پاره به هم زمینه برابره کړي