د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په سوریه کي د داعش پر څو مرکزونو د دغه هیواد د هوايي بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چي د دغو بریدونو په پایله کي د دې ډلي لږ تر لږه ۳۵ غړي وژل سوي دي.
سنټکام اعلان کړی چي دا عملیات د دوشنبې په ماښام د سوریې په صحرا کي د داعش په څو پټنځایونو او کمپونو ترسره سوي.
د دې قوماندانۍ د خبرپاڼي له مخي، د دوشنبې د ماښام په بریدونو کي ملکي وګړو ته مرګژوبله نه ده اوښتې او د دې ډلي د قوماندانانو په ګډون ۳۵ داعش وسلهوال وژل سوي دي.
سنټکام د داعش د هغو قوماندانانو د هویت په اړه چي په دې برید کي په نښه سوي، جزییات نه دي ورکړي، خو ادعا یې کړې چي داعش له دې برید وروسته د ملکي وګړو پر ضد د بریدونو د پلانولو، تنظیمولو او ترسره کولو توان له لاسه ورکړی دی.