سويس د افغان زلزله ځپلو سره مرسته کوي

د سويس هيواد د بهرنيو چارو وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د افغانستان د زلزله ځپلو ملاتړ او مرسته کوي.
د سويس د بهرنيو چارو وزارت په خپره سوې اعلاميه کي ويلي: «موږ د دې بدي پېښي د ټولو قربانیانو سره خپل همدردي څرګندوو.»
د سويس د بهرنيو چارو د وزارت په خبره چي د یاد هيواد له خوا تر سره سوي مرستي به په کابل کي د سويس هيواد د بشردوستانه دفتر د‌ لاري پر زلزله ځپلو باندي تقسيم کړي.
بايد وويل سي، چي د تېري يکشنبې د شپې په زلزله کي د کنړ، لغمان او ننګرهار شاوخوا ۸۲۰ کسان وژل سوي او ۲۵۰۰ کسان نور ټپيان سوي دي. د دغي زلزلې له امله د کنړ يو شمېر کلي په بشپړ ډول ويجاړ سوي دي.