سویلي افریقا له وېسټ اینډیز او نیوزیلنډ له هندوستان څخه لوبه وګټله

د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام نهم پړاو سیالیو په دویمه ورځ لومړۍ لوبه سویلي افریقا له وېسټ اینډیز او دویمه لوبه نیوزیلنډ له هندوستان څخه وګټله.

د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۴مه نېټه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کي سویلي افریقا او وېسټ اینډیز سیالي وکړه چي، د لسو وېکټو په توپیر سویلي افریقا وګټله.

ویسټ اینډیز د ۱۲۰ منډو هدف ټاکلی و چي سویلي افریقا په اتلسم اور کي د خپلو پیلیزو توپ وهونکو پر مټ پوره کړ.

په دویمه لوبه کي بیا هندوستان د نیوزیلنډ د ۱۶۰ منډو په ځواب کي یوازي ۱۰۲ منډي وکړې او د ۵۸ منډو په توپیر یې ماتخ وخوړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *