سویلي افریقا په وروستۍ سيالۍ کي افغانستان ته ماته ورکړه، خو لوبلړۍ افغانستان وګټله

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلي د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ سيالۍ کۍ د ۷ وېکټو په تفاوت افغانستان ته ماته ورکړه، خو لوبلړۍ افغانستان وګټله.

سیالي چي پرون یکشنبه تر سره سوه، افغانستان د پچي په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلي د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۴ اورونو کي ۱۶۹ منډي وکړې.

په افغان توپوهونکو کي رحمن الله ګربز ۸۹ او الله محمدغضنفر ۳۱ ناسوځېدلي منډي وکړې.

سویلي افریقا ورکړل سوی هدف په ۳۳م اور کي د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته بشپړ کړ.

په دغه سیالۍ کي سویلي افریقا ته ایډم مارکرم ۶۹ ناسوځېدلي منډي وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د ویلو ده چي په دې لوبه کي د راشدخان، فضل حق فاروقي او ریاض حسن پر ځای عبدالمالک، فرید احمد او نوید ځدراڼ ته د لوبي چانس ورکړل سوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *