د سویلي کوریا چارواکو ادعا کړې، چي د اوکراین پر ضد روانه جګړه کي د شمالي کوریا ۳۰۰ سرتېري وژل سوي او شاوخوا ۲۷ سوه نور ټپيان سوي دي.
د سویلي کوریا د ملي استخباراتو ادارې دغه معلومات خبریالانو سره شریک کړي او ویلي یې دي چي د روسیې په «کرُسک» سیمه کي د شمالي کوریا د پوځیانو ځای پر ځای کېدل دوام لري او په وینا یې، تر اوسه جکړه کي د شمالي کوریا شاوخوا ۳۰۰۰ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دې ادارې همداراز په خپلو خبرو کي ټينګار کړی چي د شمالي کوریا سرتېري د نوي جګړې په تړاو پوهاوی نه لري او د روسیې له لوري داسي کارول کېږي چي د دوی تلفات لوړ دي.
دغه خبري وروسته تر دې راپورته سوې چي تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د جګړې پرمهال د شمالي کوریا د دوو سرتېرو د نیولو خبر ورکړ.
له دې سره زېلېنسکي ویلي، چي کېیف په روسیه کي د اوکرایني سرتېرو د خوشي کولو په بدل کې د یادو سرتېرو تبادلې ته چمتو دی.