سي‌بي‌اېس نیوز : په امریکا کي د هېلن توپان له کبله د مړو سویو کسانو شمېر ۴۳ ته لوړ سوی دی

له ټولو د ډېرو مړیني خبر له سویلي کارولینا ترلاسه سوی.
د رپوټونو له مخي د دغه ایالت په شپږو ولسوالیو کي ۱۷ کسانو ژوند بایللی دی.
همدا راز په جورجیا کي د ۱۵ او فلوریډا کي د لږترلږه اتو کسانو د مړیني خبر ورکړل سوی.
شمالي کارولینا او ویرجینیا کي هم مرګژوبله اوښتې.
د جورجیا په ځینو برخو کي اوبو سړکونه لاندي کړي او د هواپېژندني خدماتو ملي ادارې خبرداری ورکړی چي په دغه ایالت کي تر یو میلیون ډېر کسان د سېلابونو له خطر سره مخامخ دي.
چارواکي وايي، له سختو بادونو او سېلابونو سره مل هېلن توپان له جورجیا، فلورېډا، ټېنېسي او کارولینا له تېردو وروسته اوس زور بایللی دی.
خو دغه توپان په دغو ایالتونو کي پر نږدې څلور میلیون کسانو برېښنا پرې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *