سي اېن اېن خبري شبکې د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې احتمال ډېر دى چې د لبنان حزب الله په خپلواکه توګه او د ایران له ځواب مخکې پر اسراییلو برید وکړي

سي اېن اېن خبري شبکې د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې احتمال ډېر دى چې د لبنان حزب الله په خپلواکه توګه او د ایران له ځواب مخکې پر اسراییلو برید وکړي.
له دغو سرچینو څخه یوې سرچینې ویلي چې د لبنان حزب الله په خپل پلان کې د ایران په پرتله ګړندی حرکت کوي او په همدې راتلونکو ورځو کې پر اسراییلو د برید په لټه کې دی.
یوې بلې باخبره سرچینې دې خبري شبکې ته ویلي چې لبنان په شمال کې د خپل نږدې ګاونډي په توګه له اسرائیلو سره د نږدېوالي له امله حزب الله کولای سي له مخکې خبرتیا پرته عمل وکړي.
دغې سرچینې زیاته کړې، دا نه ده څرګنده چې ایران او حزب الله به دا مهال څه ډول اقدام وکړي او د دواړو د همغږي اقدام په اړه شک سته، ځکه چې ښايي د لبنان حزب الله او ایران ترمنځ په عمل کې ورته والى نه وي