سپيني ماڼۍ د يکشنبې په ورځ واشنګټن پوسټ ته ويلي دي، چي د امريکا له خوا د افغانستان د وګړو سره مرستي سوي پيسې د ط..البانو شخصي جېبونو ته تللي دي او ولس ورڅخه بې برخي سوی دئ.
د هغوی په خبره چي داسي شواهد ئې موندلي، چي د امريکا له خوا د افغان وګړو سره مرسته سوي پيسې تر هغوی پوري نه دي رسېدلي او د محدودو کسانو لاس ته لوېدلي دي.
واشنګټن پوسټ د افغان وګړو سره مرکې کړي، د مرکو پرمهال ئې هغه حقيقت موندلی چي ولسي خلګ د يوې ګولې ډوډۍ په ارمان شپې او ورځي سبا کوي او د امريکا له خوا ورکول سوي پيسې د دوی په نامه د ط..البان لاس ته ورغلي دي.
نړۍوالو بشري سازمانونو خبرداری ورکړی، که چيري پر افغانستان باندي د امريکا بشري مرستي بندي سي افغان وګړي به د لوږي او اقتصادي بحران سره مخامخ سي.
د امريکا دولت ژمنه کړې وه، چي د افغانستان څخه تر وتلو وروسته به هم د افغانستان سره خپلي بشري مرستي جاري ساتي، خو د ډونالډ ټرمپ واک ته د رسېدو سره سم د امريکا له خوا پر افغانستان ټولي مرستي بندي سوې.
په افغانستان کي، نژدي ټولي اقتصادي او بشردوستانه پروژې چي د امریکا لخوا تمویل کېدې او ارزښت ئې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدی، بندي سوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپریل پر ۸مه تایید کړې، چي د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام تمویل ئې په افغانستان کي د ترهګریزو ډلو له ګټي اخیستني د اندیښنې له امله بند کړی دئ.
سپينې ماڼۍ ټينګار کړی، چي د افغانستان سره د امريکا مرسته سوي پيسې د ط..البانو لاس ته ورغلي او د يادي موضوع اړوند شواهد هم په لاس کي لري