سپین بولدک او چمن تر منځ په لاره کي لا هم د خلکو لپاره پر دروازه ستونزي پر ځای پاته دي.

سپین بولدک او چمن تر منځ په لاره کي لا هم د خلکو لپاره پر دروازه ستونزي پر ځای پاته دي. هغه خلک چي غواړي د ډیورنډ کرښي ها غاړي ته واوړي یا کوم کسان چي د ډیورڼد کرښي دې غاړي ته را اوړي پر دروازه د پاکستاني ملیشو له لوري ډیر ځورول کيږی، وهل کيږي او ان ډير پيسی هم ورڅخه اخیستل کيږی. خلک په دې اړه څه وايي؟ دا ستونزي ولي لا پر ځای پاته دي؟

په دې اړه زموږ همکاري درخانۍ حیا راپور چمتو کړی.