د ط..البانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چي سږ کال د حج فریضې د ادا کولو په موخه ۳۰ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته تللي دي.
د دغه وزارت په وينا چي دغه حاجيان ئې د افغانستا څلورو عمده نړۍوالو هوايي ډګرونو (کابل، هرات، مزارشریف او کندهار) څخه عربستان ته لېږدولي دي.
د ط..البانو دغه وزارت وايي، چي د حاجیانو د لېږد له پاره ۹۷ پروازونه ترسره سوي، چي په دې کښي د افغانستان دوو داخلي هوايي شرکتونو (کامایر او آریانا) برخه اخیستې ده.
دغه حاجیان د مکه مکرمې او مدین منورې ښارونو ته لېږدول سوي، چیري چي دوی د حج مراسمو ترسره کولو ترڅنګ د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د زیارت فرصت هم ترلاسه کوي.