سیګار: امريکا د ط…البانو د لاسوهني له امله په افغانستان کي خپل پروژي ځنډولي

د افغانستان د بيارغوني په برخه کي د امريکا د ځانګړي پلټني دفتر (SIGAR) د راپور په خپرولو سره ويلي دي، چي امريکا خپلي ډېر مرستندويه کارونه د ط…البانو د لاسوهني له امله په افغانستان کي ځنډولي دي.
د سيګار د راپور له مخي د امريکا د افغانستان له پاره اوس مهال يوازي دوه پروګرامونه دوام لري نور بند سوي دي.
امريکا خپل پروګرامونه پر داسي مهال درولي چي تر دې وړاندي يو شمېر بهرنيو مرستندويه ادارو شکايت کړی وو، چي ط…البان خپل دوستان، ملګري او نفر په زور په يو شمېر مرستندويه ادارو کي په دنده ګماري چي دا د دوی د فعاليت له پاره يو ستر خنډ دئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *