سیګار :طالبانو د افغانستان بانک او د دغه هیواد د بانکي سیستم د وضعیت د ښه کیدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه د تخنیکي مرستي غوښتنه کړې ده

د افغانستان د بیا رغوني لپاره د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل نوي راپور کي ویلي چي طالبانو د افغانستان بانک او د دغه هیواد د بانکي سیستم د وضعیت د ښه کیدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه د تخنیکي مرستي غوښتنه کړې ده.

سیګار په راپور کي ویلي چي افغانستان بانک د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه د مرکزي بانک د مدیریت د غوره تګلاري د پلي کولو لپاره د تخنیکي مرستي غوښتنه کړې، خو د متحده ایالتونو حکومت د حقوقي او پالیسۍ د دلایلو له کبله دا مهال دا مرسته نه سي کولای.

سیګار د افغانستان د بانکي سیستم د وضعیت په اړه د روان ۲۰۲۴ کال د تیري ربع په راپور کي ویلي چي د نړیوال بانکي سیستم سره د افغانستان د بانکونو د اړیکو د پریکون له امله خلکو د پیسو د انتقال لپاره د حوالې سیستم ته مخه کړې ده.

د سیګار په راپور کي ویل سوي چي د بد اقتصادي وضعیت لرلید او پر بانکي سیستم باندي بې باوري د دې سبب سوې چي مخ په زیاتیدونکي ډول افغانان د خپلو بانکي حسابونو څخه پیسې وباسي او خپل حسابونه وتړي.

د افغانستان بانک د سیګار دې راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *