د افغانستان د مرستو لپاره امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) ویلي، امکان لري د ډونالډ ټرمپ اداره په سویس کي یوه بانک ته د افغانستان بانک لېږل سوي پیسې بېرته امریکا ته وروغواړي ځکه چي دا د بهرنيو مرستو د اوسنۍ ارزوني یوه برخه ده.
په ۲۰۲۲ کال کي، امریکا د افغانستان بانک درې نیم میلیارده ډالره شتمني، چي په امریکا کي کنګل سوې وه، د افغانانو لپاره په سویس کي یوه صندوق ته انتقال کړه.
د سیګار د راپور له مخي، دا پیسې اوس د سود له امله نژدې ۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
څه موده مخکي، د افغانستان بانک پخواني ريیس انوارالحق احدي هم، چي د دې پیسو د ساتني یو له دوو مسولینو څخه دی، ویلي وه چي دا پیسې اوس څلور میلیارد ډالرو ته نژدې سوي دي.
د سیګار راپور زیاتوي، له ۲۰۲۱ کال راهیسي، امریکا په تېرو څه باندي درو کلونو کي د بشري مرستي په توګه نژدې ۳.۷۱ میلیارده افغانستان ته لېږلي، چي ۶۴.۲ سلنه یې د ملګرو ملتونو ادارو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د نړیوال بانک تر مدیریت لاندي د افغانستان د ثبات صندوق ته ورکړل سوي.