سیګار وایي، له زده کړو د ښځو اونجونو محرومیدل د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه لوړوي

د افغانستان د بیا رغوني لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر(سیګار) د سلګونو زرو افغان نجونو او ښځو پر زده کړو د محدودیت د اغیزو په اړه په یو راپور کي د ملګرو ملتونو له قوله ویلي چي دا محدویت به د ۲۰۲۶ پوري د افغان میندو له وخت دمخه د کوچنیانو د زیږیدو او د زیږون پرمهال د مړیني کچه نږدې نیمايي زیاته کړي.

سیګار د ایکس په شبکه کي په دغه خپور کړي راپور کي د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د یو وروستي راپور پر اساس ویلي چي اوس مهال د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کي هره میاشت تر ۲۰ زرو پوري میندي کوچنیان زیږوي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د یو راپور پراساس په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کي د جمهوري رژیم پرمهال په دغه هیواد کي د میندو د مړینې کچه په اتو خورا لوړو کچو کي شامله وه.

په دې راپور کي ویل سوي چي په افغانستان کي د زیږون پر مهال په هرو ۱۰۰ زرو میندو کي د مړیني کچه ۶۴۰ تنو ته رسیږي.

ددې راپور له مخي د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو محدودیتونو له امله ګواښ لا زیات سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *