سېف د چلډرن وایي، وروستیو سېلابونو ۴۰ زره کوچنیان بې کوره کړي دي

د ماشومانو د ژغورني صندوق یا “سېف د چلډرن” وايي، دا مهال افغان ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.
سېف د چلډرن په افغانستان کي وروستیو سېلابونو ته په اشاره ویلي، چي دا مهال افغان ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان زیاته کړې چي له تیرو نږدې درېیو کلونو راهیسي د کوچنیانو په برخه کي حالات نور هم خراب سوي دي.
د ماشومانو د ژغورني صندوق مخکي دا هم ویلي چي وروستیو سېلابونو ۴۰ زره ماشومان بې‌‎کوره کړي او سلګونه کسان یې مړه کړي.