شاوخوا ۲۰ کډوال په مدیترانه کي د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته ترې تم سوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې یا “یو این‌ ایچ‌ سي‌ آر” او د ایټالیا ساحلي ځواکونو پرون وویل چي داسي اټکل کيږي چي شاوخوا ۲۰ کډوال په مدیترانه کي د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته ترې تم سوي دي.

ایټالیايي ژغورونکو ویلي چي اووه کډوال یې چي د سوریې دي، ژغورلي دي.

“یو این ‌ایچ ‌سي‌ آر” د دې ژغورل سویو کډوالو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخي، د دې کډوالو بېړۍ د لامپدوسا ټاپو له سواحلو څه باندي لس کیلومتره لري ډوبه سوې ده.

د مدیترانې له لاري اروپا ته د کډوالو د اوښتو هڅي ډیر کله له خطره خالي نه وي، د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارو په وینا، سږ کال په دې اوبو کي تر اوسه ۱۰۴۷ کسان مړه سي او تېر کال تر ۲۵۰۰ ډېر کډوال د مدیترانې اوبو یووړل.