د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په افغانستان کي د ترهګرو ډلو د پټنځايونو په اړه يو ځل بيا خبرداری ورکړی.
هغه ويلي چي په افغانستان کي اوس هم د ترهګرو امن ځايونه موجود دي او ترهګر د افغانستان د خاوري څخه حمايه کېږي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي دي، چي دغه ترهګر د سيمي د امنيت له پاره ستر ګواښ دئ او ټول بايد په ګډه هڅه وکړي، چي دغه ترهګري ډلي له منځه يوسي او د سيمي د سولي له پاره کار وکړي.
هغه په ټېنګار سره ويلي، چي د افغانستان او پاکستان د اړيکو د خرابوالي تر ټولو ستر لامل په افغانستان کي د ترهګرو ډلو پټنځایونه او د افغانستان د ط..البانو له خوا د هغوی حمايت دئ.
شفقت علي خان د افغانستان د ط..البانو غوښتي چي په افغانستان کي د ترهګرو ډلو امن ځايونه دي له منځه يوسي او ترهګرو د ځپلو په برخه کي د ګډي مبارزې ملاتړ وکړي
بايد وويل سي، چي څو ځله پاکستان ويلي، چي په افغانستان کي د ترهګرو ډلو امن ځايونه موجود دي؛ خو ط..البان د پاکستان د دولت دغه ادعا بې اساسه بولي.