شفقت علي: په افغانستان کي د ترهګرو ضد‌ عمليات د پاکستان مشروع حق دئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل وروستي بریدونه په مستقیم ډول نه دي تایید کړي، خوهغه ئې د ترهګرۍ ضد مبارزې يوه برخه بللې، چي د افغانستان په خاوره کي مېشتو ډلو پر ضد ترسره سوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ويلي‌ چي هیواد ئې د خپلو خلګو د امنیت او هوسایني له پاره ژمن دئ.
نوموړي زیاته کړې، وروستي عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره سوي او موخه ئې د پاکستاني وګړو ساتنه وه، څو د ترهګریزو ډلو په ځانګړي ډول د تحریک ط..البان پاکستان (TTP) له ګواښ سره مخ نه سي.