شلو اروپايي هیوادونو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو غوښتنه کړې

شلو اروپايي هیوادونو له اروپايي کمېسیون غوښتي چي د هغو افغان کډوالو د بېرته استولو بهیر پیل کړي، چي د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
دغو هیوادونو ویلي، دا بهیر کېدای سي د رضایت له لاري یا په اجباري ډول ترسره سي او د اړتيا په وخت کي به د ط..البانو له چارواکو سره خبري اتري هم په کښي شاملي وي.
د اروپايي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې له پاره ترسره کېږي چي د ناقانونه پاته کسانو شمېر راکم سي او د اروپايي مهاجرت سیستم اغېزناک سي.
تر اوسه اروپايي کمېسیون د دې غوښتني په اړه رسمي څرګندوني نه دي کړي.