شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د لویو جنګي او کروز توغندیو په کارولو سره نوي تاکتیکي بالیسټیک توغندي و ازمویل

رویټرز د شمالي کوریا د دولتي اژانس په حواله ویلي چي دا ازمايښت د دغه هيواد د مشر کېم جونګ اون په حضور کي ترسره سو.
د شمالي کوریا مشر د دغو توغندیو د ازمایښت پر مهال د دغه هيواد د دودیزو وسلو او اټومي وړتیاوو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
کېم جونګ اون ویلي، د وسلو د وړتیاوو د لوړولو لپاره دا ازمايښتونه اړین دي ځکه چي د هيواد امنیت ته يې د بهرنیو ځواکونو جدي ګواښ متوجه دی.
د يادوني وړ ده چي شمالي کوريا تېره اونۍ د يورانيمو د غني کولو خپله لومړنۍ دستګاه پرانستله.
د رویټرز اژانس د راپور له مخي، ګمان کيږي، چي د شمالي کوریا ځینې نوي لنډ واټنه تاکتیکي بالستیک توغندي روسیې ته صادر سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *