شهباز شريف: د وروستيو د ترهګریزو بریدونو پړه پر افغان ط..البانو او هند اچولې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چي وروستي ترهګریز بریدونه د افغانستان او هند په وسيله ترسره سوي دي. نوموړي د ملي اسمبلۍ په غونډه کي ويلي، چي بهرني لاسونه د پاکستان د امنیت له پاره ستر ګواښ دئ.
هغه په پاکستان کي وروستي بريدونه د پاکستان د دښمنانو له خوا بللي او اشاره ئې هند او افغان ط..البانو ته کړې ده.
شهباز شريف ويلي چي د افغان ط..البانو څخه ئې څو ځله غوښتنه کړې، چي د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته دي په خپله خاوره کي ځای نه ورکوي او د افغانستان خاوره دي د پاکستان پر ضد نه استفاده کوي.
بلخوا بيا ط..البانو د پاکستان دغه ادعاوي نه مني او زياتوي، چي هېچا ته اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان د‌خاوري څخه د بل هيواد پر ضد استفاده وکړي.