شهباز شريف: پر ايران د امريکا بريد د نړۍوالو قوانينو خلاف دئ

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د يکشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلېفوني خبرو کي د ايران پر اټومي تاسيساتو باندي د امريکا بريد غندلی او د ايران د ولس او حکومت سره ئې غم شريکي کړې ده.
شهباز شريف ويلي چي دغه بریدونه د نړۍوالو قوانینو او د اټومي انرژۍ د نړۍوالي ادارې د اساسنامې څخه په ښکاره ډول سر غړونه او د ايران پر خپلواکۍ باندي د بريد په مانا دئ.
شهباز شریف د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مي مادې په اساس د ایران د مشروع دفاع حق ته په اشارې سره، د خبرو او ډیپلوماسۍ ته د بېرته راګرځېدو غوښتنه کړې او یو ځل بیا ئې د يادي مسئلې د حل په برخه کي د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی دئ.