په کندهار کي د صداقت خپرندويي ټولني لخوا په دا وروستيو کي د صداقت په نامه مهالنۍ چاپي خپروني په فعاليت پيل وکړ. د يادي مهالنۍ مسؤلين وايي، چي دغه مهالنۍ به ادبي، تاريخي او اجتماعي موضوعات د ټولني د اړتيا او ضرورت په اساس خپروي.
د نوموړي مهالنۍ د مسؤلينو په خبره صداقت مهالنۍ به د عامه افکارو د تنوير، د ځوان نسل د خبرولو او پوهولو او د ليکوالو د ليکنو او څېړنو د خپرولو په خبره کښي يو ښه ادرس وي.
دغه مهالنۍ په کندهار کي پر داسي مهال خپل نشرات پيلوي، چي اوس مهال په کندهار کي يوازي يوه طلوع افغان دولتي جريده په چاپي ډول فعاليت لري.