طالبانو او امریکا په خپل منځ کي بندیان تبادله کړل

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له اوږدو خبرو وروسته، چي د قطر په منځګړیتوب وسوې، د یو افغان وګړي خان محمد په بدل کي دوه امریکایي بندیان تبادله کړي دي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس، خان محمد، چي په متحدو ایالتونو کي د عمري بند سزا ګالل، خوشي سوی او د تبادلې د یوې برخي په توګه افغانستان ته راستون سوی دی.
ویل کیږي چي خان محمد شاوخوا دوې لسیزي وړاندي په ننګرهار ولایت کي د امریکایي ځواکونو له خوا نیول سوی وو.
چارواکو د دې امریکایانو په اړه جزییات نه دي ورکړي خو د سي‌این‌این تلویزیون راپور ورکړی چي رایان کوربیټ او ویلیم مک‌انټي د دې معاملې په ترڅ کي خوشي سوي کسان دي.
امریکایي چارواکو مخکي منلې وه چي د رایان کوربیټ، ګلزمن، او محمود شاه حبیبي په شمول لږترلږه اووه امریکایي اتباع له طالبانو سره بندیان دي.
مخکي داسي راپورونه ورکول سوي وه چي محمود شاه حبیبي طالبانو په کابل کي د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو نیولی او وروسته یې القاعده شبکې ته سپارلی دی.
خو ا.ا وايي، چي حبیبي نه دوی نیولی او نه ورسره بندي دی.