د ط…البانو د لوړو زده کړو وزارت د ننګرهار، د کونړ د سيدجمال الدين افغاني او د لغمان پوهنتون د شرعياتو پوهنځي اړوند اسلامي ثقافت د څانګو څخه شپږ تنه کادري استادان د کادري بستونو څخه منفک کړي دي. د لوړو زده کړو وزارت د يادو پوهنتونو د شرعياتو پوهنځي استادانو ارزونه کړې او د هغوی له ډلي څخه ئې شپږ تنه منفک کړي دي. د لوړو زده کړو وزارت څخه اړوند پوهنتونو ته په ليږل سوي مکتب کي ليکل سوي دي چي دغه استادان تر ارزوني وروسته منفک سوي.
دا ارزونه د ط…البانو د عبدالله بن مسعود جامعې له خوا سوې ده او هغوی د لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتي چي یاد استادان منفک کړي، او وزارت هم د ط…البانو د لوړو زده کړو مقام په منظورۍ دا غوښتنه منلي او پلي کړې ده.
په دغو استادانو کي یو د ننګرهار پوهنتون، څلور د لغمان پوهنتون او یو تن د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون دي.