د ط…البانو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت خبرداری ورکړی، چي په کابل کښي د راه فردا خصوصي تلوېزيون نشرات ئې د موقت وخت له پاره بندي کړي دي.
د ياد وزارت په خبره چي دغه خصوصي تلوېزيون د څه مودې راهېسي کارمندانو ته معاش نه دی ورکړئ، ځکه ئې نشرات ځنډول سوي دي.
د ط…البانو دغه وزارت وايي، چي د ياد تلوېزيون دوسيه ئې محکمې ته لېږلي او دمحکمي تر پرېکړي به د راه فردا تلوېزيون نشرات بند وي.
هېره دي نه وي، چي دغه خصوصي تلوېزيون د پخواني جمهوري نظام د سياسي څېري محمد محقق پوري اړوند دئ.