ط…البانو يو پاکستاني د پاکستان سره د اړيکو د ښه کېدو په موخه ازادکړ؛ خو دخپل زرګونو افغانانو په اړه چي په پاکستان کي بنديان دي سر نه خلاصوي
د پاکستان یو اوسېدونکی، خان محمد، چي د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمي اوسېدونکی دئ، د ط…البانو له خوا د تورخم په سرحدي دروازه کي نیول سوی وو. د هغه کورنۍ وايي چي نوموړی اوس ازاد سوی دئ او په پاکستان کي دخپلي کورنۍ سره يو ځای سوی دئ.
ط…البان ادعا کوي، چي دغه کار ئې د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ښه کېدو په موخه کړی دئ.
ط…البانو دغه پاکستانی چي د استخباراتي معلومات اخېستو په موخه افغانستان ته راغلی وو نيولی او بيرته ئې ازادکړی، مګر پاکستان هره ورځ په زرګونه افغانان دغه هيواد کي نيسي، شکنجي ورکوي او زندانو کي اچوي وروسته ئې په زور او جبر افغانستان ته لېږي خو په اړه ئې ط…البان چپ پاته دي.