ط…البانو پاکستان ته د امریکایي وسلو دقاچاق راپور رد کړی

د ط…البانو دحکومت ویاند د واشنګټن پوسټ هغه راپور رد کړی، چي پکښي ویل سوي وه، چي په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو څخه پاته سوي وسلې د پاکستان په تور بازار کي پلورل کیږي.
هغه وایي چي د پاکستان په تورو بازارو کي د پخوا وختونو څخه د امریکايي وسلو پیر او پلور موجود و او په خبره ئې په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو پاته سوي وسلې د ط…البانو په ډیپوګاني کي ساتل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي څه موده وړاندی واشنګټن پوسټ ورځپاڼي خبر ورکړی و، چي په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو څخه پاته سوي وسلې پاکستان ته قاچاق سوي او هلته د پاکستان دحکومت پر ضد وسلوالي ترهګریزي ډلي ورڅخه استفاده کوي.