ط…البان وايي د استخباراتي معلوماتو په اساس ئې د ډيورڼد پر فرضې کرښي باندي امنیتي تدابير د نور کله په پرتله څو ځله زيات کړي دي. دغه ډله وايي چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو په ډله کي د داعيش د مخنيوي په سبب ئې د تورخم په لاره باندي د هغه افغان کډوالو امنیتي کنترول سخت کړی، چي د پاکستان څخه افغانستان ته راځي. د هغوی په خبره چي راغلي کډوال بايوميترک کېږي او هويت ئې ثبتېږي، وروسته اجازه ورکول کېږي چي خپلو اصلي سيمو ته او ياهم کمپونو ته ولاړ سي.
د ط…البانو امنیتي سرچينو ويلي دي، چي د دوی استخباراتو موندلي چي داعش هڅه کوي چي د کډوالو په نامه له کورنیو سره د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي، ځکه ئې پر تورخم تدابیر سخت کړي دي.
ط…البان وايي چي د پاکستان له تکتیکونو سره بلد دي او په خبره ئې چي نه یوازې په تورخم کي امنیتي تدابیر سخت کړي بلکې ټولي هغه لارې چي پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره پرانیستل سوي تر څار لاندې دي.
د يادوني وړ ده، چي ط…البانو له دې وړاندي هم ويلي وه چي د داعیش وسلوال د پاکستان په ځینو ښارونو کي روزل کېږي او بیا د بریدونو په موخه افغانستان ته لېږدول کېږي.