طالبانو په افغانستان کې نیول سوی اتریشی کس آزاد کړی.

طالبانو ۸۴ کلن هربرټ فريټز څو مياشتي مخکي د جاسوسی په تور نيولی وو د اتريش د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي د هربرټ په خوشي کولو کي د قطر حکومت همکاري کړې

هربرټ تيره ورځ دوحې ته رسيدلی دراپورنو له مخي نوموړی د اتريش هيواد د ملي ديموکراتیک ګوند بنسټګر و چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فعالیت ناقانونه اعلان سوی و کله چي په افغانستان کي ونيول سو رسنيو خبر خپور کړ چي هغه نړۍ ته د افغانستان د خوندي تصویر ورښودلو په خاطر تللی و.