ط…البانو په بامیانو کي هم د ژوندیو موجوداتو پر انځور نشرولو بندیز لګولی

د افغانستان دخبریالانو مرکز وايي، چي د ط…البانو د بامیانو د امر بالمع…روف ریاست څخه د بامیانو ټولو تصویري رسنیو او ادارو ته امر سوی، چي د ژوندي موجوداتو د انځورونو د نشرولو څخه دي ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په رسنیو کي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو بندیز ته په اشاره ویلي دي، چي ط…البان دي د رسنېزو بنسټونو څخه خپلواکي نه اخلي او رسنۍ دي په خپلواک ډول د ولس ږغ پورته کولو او نشرولو ته پرېږدي.
دغه اداره د ط…البانو څخه غوښتنه کوي، چي د رسنیو سانسور دي نور پای ته ورسوي او د رسنیو او دبیان آزادۍ ته دي ژمن پاته سي.
د یادوني وړ ده، چي بامیان د هیواد په کچه ۱۵ ولایت دئ، چي د ط…البانو له خوا په کښي د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو بندیز لګوي.