ط…البانو په بغلان کي دوو تنو نارینو او یوې ښځینه ته تعزیري سزا ورکړې

د ط…البانو سترمحکمې په خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي دي، چي د سه شنبې په ورځ ئې دوه تنه نارینه او یوې ښځي ته د نامشروع اړیکو د تور په سبب په عام محضر کي تعزیري سزا ورکړې ده.
خبرپانه زیاتوي چي دغه کسانو ئې په عام محضر کي ۳۵ دورې وهلي دي او دغه راز ئې هر یو په شپږ شپږ میاشتي تنفیذي بند محکوم کړي دي.
باید وویل سي، چي ط…البان دغه سزاګاني پر داسي مهال ورکوي، چي د بشر حقوقو نړۍوال سازمانو د ط…البانو څخه د ورته سزاګانو د درېدو غوښتنه کړې وه.