د ط…البانو تر واک لاندي ستري محکمي د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي، چي په سرپل کي ئې دوه تنه د يوې ښځي په ګډون په عام محضر کي د خلګو په حضور کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي دي، چي دغه کسان ئې د نامشروع اړيکو په تور نيولي دي.
دخبرپاڼي په حوله چي د يادو کسانو څخه يو تن ئې په ۲۹ دورو او دوه کاله تنفيذي بند او بل تن ئې په ۲۵ دورو او يو کال تنفيذي بند په سزا محکوم کړي دي.
د يادوني وړ ده چي د ط…البانو سترې محکمي په روانه اپرېل مياشت کي ۵۰ تنو ته په عام محضر کي تعزیري سزاګاني ورکړي دي.