ط…البانو په غزني کي د سر د وريښتانو د پير او پلور په تور د کوچنيانو په ګډون ۱۴ تنه نيولي دي

د ط…البانو تر واک لاندي د غزني د امنيه قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په مرکز کي د کوچنيانو په ګډون ۱۴ تنه هغه کسان نيولي دي، چي د سر د وريښتانو پير او پلور ئې کوئ.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې یې د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان نیولي دي.
د غزني د امنيې قومندانۍ څخه رسنيو ته په لېږل سوو انځورونو کي ټول کوچنيان ښکاري چي د ط…البانو له خوا څخه نيول سوي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دا وروستيو کي په افغانستان کي په زرګونه کسان بېکاره دي او د کار پيدا کولو په لټه کي دي، نړۍوالو بشري سازمانو هم په افغانستان کي د بېکارۍ د کچې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلي ده. د کارپوهانو په اند که چيري افغانانو ته کارزمينه برابره سي نو بیا به کوچنيان دغه ډول کارونو ته نه مجبوريږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *