ط…البانو په غور کي د کوکنارو د کښت ماتولو کمپاين پېل کړی

ط…البانو د غور په بېلابېلو ولسواليو کي د کوکنارو د کښت اړولو او تخريبولو کمپاين پيل کړئ، د غور د امنېي قومنداني وياند عبدالرحمن بدري وايي، چي د دغه کمپاين په ترڅ کي به په سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه کړي.
د هغه په خبره چي هيچا ته د دې اجازه نه ورکوي، چي د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کاروبار وکړي. که چيري څوک په ورته کړنو ونيول سي قانوني چلند ورسره کېږي.
ط…البان د غور ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کي هم د کوکنار د کښت د له منځه وړلو کمپاين پر داسي مهال پېل کړی، چي تېر شل کاله د افغانستان په ټولو ولايتونو او ولسوالۍ کي همدا ط…البانو د کوکنارو د کښت څخه عشر او زکات اخېستی مګر اوس ئې بیا حرام بولي او له منځه ئې وړي.