ط…البان :د خوړو نړۍوال پروګرام تر تاريخ تېر او بې کيفيته توکي افغانستان ته راوړي

د ط…البانو د عامي روغيتا وزارت سرپرست وزیر نورجلال جلال د چهارشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس پرمهال رسنيو ته ويلي دي، چي د خوړونړۍوال پروګرام(WFP) افغانستان ته شپږ زره او ۷۵۰ ټنه بې کيفيته توکي راوړي دي.
جلال دغه راز زیاته کړي چي د خوړو نړیوال پروګرام ۵۵ ټُنه «پریمیکس» توکي هم وارد کړي چي د کارولو موده‌ ئې تيره سوې ده که استفاده سي د ګټي پر ځای زیان لري. د هغه په خبره چي بشري مرستي باید په شفاف ډول او مسوولانه توګه د خلګو د اړتیاوو سره سم، برابري سي.
د يادوني وړ ده، چي د خوړو نړیوال پروګرام تر اوسه په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.