د ط…البانو مشر ملاهیب…ت الله د ورکړل سوي فرمان له مخي د افغانستان په درو ولایتونو کي نوي ولسوالۍ فعالوي.
د دغه فرمان له مخي په فاریاب کی د فردوس، په لغمان کي د فراشغان او په بدخشان کي د پامیر په نوم درې نوي ولسوالۍ جوړې کړې.
ط…البانو د دغه ولسوالیو د ایجاد لامل د نفوس زیاتوالی او سیمه ایزي اړتیاوي په ګوته کوي.
د ط…البانو اداره ټینګار کوي، چي دیادو ولسوالیو جوړېدل له سیاسي، ټولنیز او پوځي پلوه ګټوري دي.
د یادوني وړ ده چي اوس مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي ۳۶۴ ولسوالۍ وې، مګر د یادو ولسوالیو په اضافه کېدو سره ئې شمېر ۳۶۷ ولسواليو ته پورته سوې.