ط…البان په ټول افغانستان کي د حزب اسلامي دفترونه تړي

د ط…البانو د عدليې وزارت په کندز ولايت کي د حزب اسلامي د دفترونو د فعاليت د بنديز امر صادر کړی او خپلو امنتي ادارو ته ئې سپارښتنه کړي، چي د حزب اسلامي دفترونه دي وتړل سي، وسايل او دفتري توکي دي ورڅخه واخيستل سي.
د عدليې وزارت ويلي دي، چي په افغانستان کي د نورو سياسي ګوندونو په ډول د حزب اسلامي ګوند هم د فعاليت اجازه نور نه لري او هغه کسان چي د ياد ګوند سره کار کوي او يا هم ورته فعاليت کي و دي نيول سي او ترهغه وخته دي په زندان کي وي ترڅو د خپل فعاليت څخه توبه باسي