طـالبانو او د یوناما مشري د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې په اړه بحث کړی

د بهرنیو چارو وزارت وايي چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د دغه سازمان د پلاوي مشري روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کي ویلي، ملګري ملتونه په افغانستان کي د بانکدارۍ او خصوصي سکتور د ننګونو د هواري لپاره هڅي کوي.
د دغه وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد پر خپله ایکس پاڼه د یادي غونډي يو انځور په خپرولو سره ليکلي، دواړو لورو د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې په اړه هم خبري کړي دي.
دغه راز ويل سوي چي مېرمن اتونبايوا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستۍ غونډه کي د خپلو خبرو او په افغانستان کي د يوناما د ماموريت د غځولو په اړه معلومات ورکړل.
یونما تر اوسه د دې غونډي په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *