طـ.البانو د پنځو کانونو د استخراج قراردادونو له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت د سربو او جستو د ۵ کانونو د استخراج قراردادونه له څو شرکتونو سره لاسلیک کړل.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چې دا کانونه په یکاولنګ ولسوالۍ کي موقعیت لري او د هغو قراردادونه یې له افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او موسی سلطان شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
ټاکل سوې ده چي یاد شرکتونه پر دغو کانونو یو میلیارد او اووه سوه میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي د کانونو پروسس به سل په سلو کي دننه په افغانستان کي ترسره کېږي.
د کانونو وزارت زیاتوي چي له یادو کانونو څخه به د حکومت ونډه ۵۱ سلنه وي.