طـ…البانو د کندهار ولایت په ټولو راډیوګانو کي د ښځو پر ږغ بندیز ولیګید

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کي ویلي، چي د طـ.البانو په نوي فرمان کي د کندهار په ټولو راډیوګانو کي د ښځو پر ږغ د بشپړ بندیز امر سوی دی.
دغه مرکز د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، طـ.البانو له رسنیو غوښتي چي له دې ورسته دي د دوی مشر ملاهبت الله ته د «د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله» خطاب کوي.
په فرمان کي دا هم ویل سوي، چي د رسنیو کارکوونکي له سیمي څخه د راپور چمتو کولو پر وخت باید د یاد ریاست اجازه لیک له ځان سره ولري.
د افغان خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخي، اوس‌مهال په کندهار کي هېڅ کوم تلويزیون فعالیت نه‌لري.
دا په افغانستان کي له هلمند وروسته دویم ولایت سو، چي طـ.البانو په رسنیو کي د ښځو پر ږغ بشپړ بندیز ولګاوه.
داسي ویل کېږي، چي د کندهار رسنیو ته د اطلاعات او فرهنګ ریاست له‌خوا لېږل سوی مکتوب د خبریالانو د نړیوالي ورځي په مناسبت صادر سوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کي ویلي وه، چي په ۱۴۰۳ میلادي کال کي د خبریالانو او رسنیو له حقونو سرغړوني ۲۴سلنه زیاتي سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *