طـ.البانو په درېیو اونیو کي له ۴۰ زیاتو نارینه او ښځو ته تعزیري سزاوي ورکړي دي

د ستري محکمې د معلوماتو له مخي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کي د درېیو اونیو په موده کي لږ تر لږه ۴۴ تنه، چي شپږ ښځي هم پکښي شاملي دي، د محکمې له خوا په عام محضر کي په دُرو وهل سوي دي.
دغه راز د امر بالمعروف محتسبانو په دې موده کي ۱۸ تنه نیولي چي دیني عالمان، بهرني سیلانیان او ځیني نور کسان پکښي شامل دي.
د نړیوالو اندېښنو او د بشري حقونو د سازمانونو د خبرداریو سره سره، طـ.البان لا هم په عام محضر کې د بدني سزاوو دوام ته ژمن دي.
د کابل، روزګان، کاپیسا، فاریاب، کندز، ننګرهار، پکتیکا، پروان، خوست، او کندهار ولایتونه د دغو سزاوو شاهدان وو.